IQNA

له ګاونډیانو سره  داړیکو پراختیا د ایران یو چورلټ سیاست دی

6:21 - February 20, 2025
د خبر لمبر: 3490667
ایکنا - د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي پرون ناوخته د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني او ورسره پلاوي سره په کتنې کې ووئيل؛ دایران د حکومت یو اعلان شوی سیاست له ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا ده او د خداي په مهربانۍ سره په دې زمینې کې ښه کارونه شوي او پرمختګونه هم ترلاسه شوي دي.

ایکنانیوز د رهبرۍ د ستر مقام د ویب پاڼې له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود ټينګار وکړ، له ګاونډیانو سره داړیکو پراختیا د ایران د اسلامی جمهوریت یو قطعي او چورلټ سیاست دی.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  پرون ناوخته د قطر دامیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني او ورسره پلاوي سره په کتنې کې  ووئيل؛  دایران د حکومت  یو اعلان شوی سیاست  له ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا  ده او د خداي په مهربانۍ سره په دې زمینې کې ښه کارونه شوي  او پرمختګونه هم ترلاسه شوي دي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  هیله وښودله؛په تهران کې د ایران او  قطر د چارواکو شوي موافقې  د هردواړو  هیوادونو په ګټه وي او دواړه لوري دخپل ګاونډيتوب په دندو لازیات عمل وکړئ شي.

حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي  همداراز د سیمې د مسئلو په باب د قطر د امیر  څرګندونو ته په اشارې سره ووئيل؛  د ایران اسلامی جمهوریت  قطر یو دوست  او ورور هیواد ګڼي ،که څه هم  هماغه شان  د ایران د   هغو غوښتنو  د بیرته ستنولو په شان حل نه شوي  او مبهمې مسئلې چې له جنوبی کوریا قطر ته منقلې شوي اوباقي پاتې دي  او د هغې موافقې   دعملی کیدا اصلي خنډ چې  په دې زمینې کې شوي دي ، امریکا ده.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني  هم د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره په کتنې د خوښۍ په ښودلو سره  د فلسطین  د مظلوم ولس او د نړۍ د مستضعفینو په ملاتړ کې د ایران د اسلامی جمهوریت  ددریځونو قدرونه وکړه.د قطر امیر  د اسلامی انقلاب ستر لارښود ته په  خطاب کې ووئيل؛هیڅکله به هم د فلسطین د ولس ترڅنګ د تاسو کلکه دریدا هیره نشي.

https://iqna.ir/fa/news/4267202

captcha